Home » سیمه او نړی » امریکايي چارواکی: له افغانستانه په بیړه نه وزو

امریکايي چارواکی: له افغانستانه په بیړه نه وزو

د امریکا هېواد د دفاع وزیر لوید آستن په یوه غونډه کې وویل چې دوی په تیزی او په بې نظمه ډول له افغانستانه نه وزي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر آستن دغه خبرې د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په وروستۍ دوهمه غونډه کې وکړې.

لوید آستن ویلي چې امریکا د دپلوماتیکي لارې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دي.

په دغه غونډه کې د امریکا هېواد د دفاع وزیر لوید آستن ناټو ته ډاډ ورکړی چې متحده ایالات د دغه پروسې په جریان کې له خپلو شریکانو سره مشورې ته ژمن دي.

راپورونه وايي د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د دوحې تړون له مخې په پام کې ده ټول امریکايي سرتیري تر راتلوونکي می میاشتې له افغانستان څخه ووزي خو د ناټو سرمنشي تیره ورځ وویل چې د می د میاشتې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل په نژدې کیدو سره به ناټو د متحدینو په توګه مشورو او همغږۍ ته دوام ورکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...