د افغانستان ملي دفاع وزارت نن پنج شنبه (د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې په ۳۰ نیټه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په کندز کې د طالبانو له زندان څخه ۲۴ تنه آزاد شول.
اعلامیه زیاتوي تېره شپه کمانډو ځانګړو ځواکونو کندز ولایت “اقتاش” ولسوالۍ”کابلي قشلاق” اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندانه ۲۴ کسان خوشي کړي.
دفاع وزارت وايي دغو ۲۴ کسانو کې ۱۶ ملي اردو سرتیري، ۲ پولیس، ۴کمانډو ځواکونه، ۱ د ملي امنیت سرتیری او ۱ ملکي کس وو چې د طالبانو له زندانه ازاد کړل شول.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.