نیویارک ټایمز وایي سره له دې چې په افغانستان کې هوا سړه ده او په تېرو کلونو کې به په دې موسم کې جګړې نه کېدې، خو روان ژمی طالبانو د تېر پر خلاف خپلې جګړې ډېرې کړې دي او اوس هم پر ښارونو د بریدونو هڅه کوي.
نیویارک ټایمز وایي چې کندهار او کندوز ددې هڅو ښې بېلګې دي چې روان ژمی طالبانو پرې د بریدونو ګڼې هڅې کړې دي.
ورځپاڼه دغه راز خبرداری ورکوي چې ښايي د پسرلي په راتګ سره په افغانستان کې جګړې لا شدیدې شې.
نیویارک ټایمز همدا راز ټینګار کوي چې په افغانستان کې ښکېل لوري باید پر سوله او مذاکراتو تمرکز وکړي او د جګړو د ختم لپاره باید امریکایي حکومت رغنده ګامونه اوچت کړي.