Home » افغانستان » یوناما:افغانستان کې هدفي وژنو په خلکو کې وېره رامنځته کړې
رویداد خبري آژانس

یوناما:افغانستان کې هدفي وژنو په خلکو کې وېره رامنځته کړې

یوناما وايي، د تېر کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې چې د سولې خبرې پیل شوي، په افغانستان کې د بشري حقونو او د رسنیو لږترلږه ۱۱ مدافعان او کارکوونکي په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما نن په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، دا چې د دې حملو مسؤلیت نه‌اخیستل کېږي او مخ په زیاتېدو دي، دې وضعیت په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.

د دغه راپور له مخې هدفي وژنې د دې سبب شوي چې یو زیات شمېر مسلکي کسان په خپله ځان سانسور کړي، د کارځایونه بدل کړي یا هم له هېواده بهر ولاړ شي.

تېر کال د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون څو خبریالان او د بشري حقونو مدافعان په هدفي حملو کې ووژل شول.

د دغو افرادو وژنې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه غندل شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...