Home » افغانستان » دفاع وزارت: زابل کې د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي

دفاع وزارت: زابل کې د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن یکشنبه د سلواغې په ۲۶ مه نیټه په یوه اعلامیه کې وویل چې په زابل کې یې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۸ تنه وسلوال یې وژلي دي.

یاد وزارت په اعلامیه کې لیکلي چې هوايي قواوو زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې طالبانو پر وړاندې هدفمند عملیات ترسره کړي دي.

دفاع وزارت په دې اعلامیه کې ویلي چې د عملیاتو پر مهال ۱۰ تنه نور وسلوال طالبان ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي د وسلوالو ۲ مورچلې، ۲ پټنځایونه, یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...