پرون ناوخته د هرات اسلام قعله په ګمرک کې د اورلګیدنې له امله سوداګرو ته درنه او میلوني زیان اوښتی.
د هرات ولایت د صنایعو او سوداګرۍ خونې رییس یونس قاضي زاده وايي په دغه اورلګیدنه کې د تجارتي مالونو څخه باز د سوداګرو ۵۰۰ ګاډي سوځیدلي او له منځه تللي دي.
قاضي زاده زیاتوي په دغه اورلګیدنه کې به شاید ۵۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی وي.
نوموړي وویل دا پیښه د هېواد سوداګرۍ ته یو لوی ګوزار و.
په همدې حال کې د هرات والي ویاند رفیق شیرزی وايي په دغه پیښه ۱۷ تنه سوځیدلي کسان روغتون ته وړل شوي دي چې د دوو یې روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
د والي ویاند وايي د اور مړ کولو لپاره زیات اطفایي نه لري او له ایران څخه یې مرسته غوښتې ده.
د اور لیګدو علت لا معلومه نه ده.