Home » افغانستان » حنیف اتمر؛د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې پر بیا کتنه ټینګار کړی
رویداد خبري آژانس

حنیف اتمر؛د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې پر بیا کتنه ټینګار کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه نېټه) په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دغه هوکړه بیا کتنې ته اړتیا لري ځکه تر اوسه طالبانو په سمه توګه هغه شرایط نه دي عملي کړی چې ددوحې په هوکړه کې راغلي دي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد هم وایي چې افغان حکومت او امریکا د سولې هوکړې په تړاو د نظر یووالی لري او ټاکل شوې چې د ارزونې لپاره یې دواړه لوري همکاري وکړي.

د امریکا د سفارت شارژدافیر هم ژمنه کړې چې د سولې د راتګ لپاره به امریکا خپلې ټولې هڅې کوي او تمه لري چې ژر تر ژره روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

بهرنیو چارو وزارت وروسته تر هغه دا څرګندونې کوي چې په امریکایي حکومت کې د سولې هوکړې د بیا کتنې ګنګوسې خپرې شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...