د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وايي که روان مذاکرات ناکام شي د طالبانو پر ضد به مقاومت پيلوي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که په دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات ناکام شي، له هغو هېوادونو سره چې له طالبانو سره مخالف دي، په ګډه به د خلکو په راټولولو او د طالبانو پروړاندې مقاومت پیل کړي.
یونس قانوني وویل له طالبانو سره د مهمو مسایلو اړوند بحث کولو وړاندې موقت حکومت مطرح کول به د طالبانو په ګټه وي.
له دې سره سره له حکومتي چوکاټ څخه بهر یو شمېر سیاستوالو له لوري د سولې په اړه د یوې طرحې جوړولو خبر ورکړل شو، سیاستوالو وویل د دوی د سولې طرحه به په مذاکراتو کې د ښځو او ځوانانو ځای معلوم او د مثبتې او دوامداره سولې په راتلو به افغانستان له جګړې وباسي.