د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي ۹۰سلنه خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته تللي دي.
ښاغلي اتمر پرون وویل طالبانو د خپل توافق په خلاف ۹۰سلنه خوشې شوي بندیان بیا د جګړو لیکو ته لیږلي، تاوتریخوالی یې زیات کړی او له القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو سره یې خپلې اړیکې ساتلې دي.
په همدې حال د افغانستان لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپل فیسبوک پاڼه کې لیلکي: “موږ د سولې په هیله زندانیان خوشې کړل، په داسې حال کې چې طالب د دوحې له توافق څخه او زموږ د خیر او نیک نیت څخه بل تعبیر کړی دی”.
وسلوالو طالبانو د افغان چارواکو څرګندونو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.
د معلوماتو له مخې د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۲۰۲۰ کال تر وروستیو پورې ۵۵۰۰ طالب بندیان خوشې شوي دي.