Home » افغانستان » ‏ د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال کابل ته راغلی
رویداد خبري آژانس
محمد حنیف اتمر او سید عباس عراقچي

‏ د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال کابل ته راغلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي دي.
‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې عراقچي په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره د سولې تر څنګ ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي.


د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي، دا لیدنه پرون چهارشنبه ”د چنګاښ ٢٥“ ماښام مهال په کابل کې ترسره شوې ده.
د معلوماتو له مخې نوموړی به ددې تر څنګ له نور افغان چارواکو سره هم ګوري او پر بېلابیلو مسایلو به خبرې کوي.
تردې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ایران ته تللی و او له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره کتلي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...