د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا له نوي حکومت سره د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې د جو بايډن له لوري د خلیلزاد د کار دوام ګټور اقدام بللی او په خبره یې دا په دې مانا ده چې امریکا افغان سولې ته ژمنه ده.
قریشي ویلي ټول اړخونه په دې پوهېږي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او په وینا یې پاکستان د امریکا له نوي حکومت سره د سولې په برخه کې همکاریو ته تیار دی.
پاکستان یو ځل بیا ځان د افغانستان سولې ته ژمن بللی دی او په وینا یې په افغانستان کې د ثبات په راتګ سره به ټوله سیمه له ثبات برخمنه شي.
پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا یې هم د سولې په برخه کې پر همکاریو شک موجود دی او داسې انګيرل کېږي چې دغه هېواد یوازې د خپلو ګټو لپاره د سولې نمایشي هڅې کوي.
بلخوا د افغان حکومت مذاکراتي ټیم ویلي، چې دا ۹ورځې کیږي مقابل لوری د جنګ ختمېدو لپاره رسمي مجلس او بحث ته اماده نه دی.
د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم غړي نادر نادري تېره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې د سولې تینګښت او د افغانستان د خلکو له وژنو څخه مخنیوی د افغان دولت او ولس لومړیتوب دی او د افغانستان اسلامي جمهوریت هیئت په صداقت او اخلاص سره د همدې هدف لپاره په دوحه کې دی.
خو نادري زیاته کړې، چې نهه ورځې کیږي چې مقابل لوری د جنګ د ختمیدو لپاره رسمي مجلس او بحث ته آماده نه دي.