افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي که بلخ کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نشي، د دغه ولایت ټول امنیتي چارواکي به له دندو لیري کړي.
له تیرو شااوخوا درې میاشتو راپدې خوا په بلخ ولایت کې د عبدالرووف په نوم یو ۹کلن ماشومان د انسان تښوونکو لخوا اختطاف شوی دی.
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه رسنیو ته په استول شوې ویډیو کې ویلي،چې ولسمشر غني په خپله د عبدالروف د اختطاف قضیه تعقیب وي.
نوموړي په دغه ویډیو کې ویلي، ولسمشر غني:”که بلخ کې اختطاف سوی ماشوم ازاد نه سي، د بلخ ټول امنیتي چارواکي له دندو لیري کوم.”
د بلخ امنیتي چارواکو تر دا مهاله د تښتول شوي ماشوم راخلاصولو برخه کې د افغان ولسمشر د خبرداري په اړه څه نه دي ویلي.
د تښتول شوي ماشوم کورنۍ وايي چې انسان تښتونکو له هغوی څخه د ۹ کلن عبدالروف دخوشي کولو بدل کې د یونیم میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې هم د تښتول شوي ماشوم کورنۍ او دوستانو د اعتراض په ډول د بلخ ولایت مقام مخته د تحصن خېمه وهلې وه.