د بهرني رسنیو د راپورونو له مخې اېلن موسک د نړۍ تر ټولو شتمن سړي حیثیت ترلاسه کړ.
موسک په داسې حال کې د نړۍ شتمن کس وپېژندل شو چې د ده د شتمنۍ کچه ۱۸۵ میلیارده ډالرو ته ورسېد.
تر دې وړاندې دغه مقام د امازون له موسس سره و، د امازون موسس جیف بیزوس له ۲۰۱۷ کال راهیسې دا حیثت درلود.
موسک ټیسلا الیکټرونیکي موټر کمپني لري، سږ کال د دغه کمپنۍ ارزښت ۷۰۰ امریکايي ډالرو ته ورسېد.
دې سره د دې موټر چمتو کوونکې کمپنۍ ارزښت د ټویټا، والکس واګون، هونډايي، جي ایم او فورډ کمپنیو له شریک ارزښته ډېر شو.
د مایکروسافټ شریک موسس بیل ګیټس له هغه مخکې تر کلونو پورې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و، چې ۲۰۱۷ کال کې ښاغلي بیزوس شاته کړ.
د بیل ګیټس ټوله شتمني ۱۲۷ اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو ته رسېږي، خو که د لسیزو اوږدو کې یې ډېرې پیسې په خیریه چارو کې د بسپنې په ډول نه وای ورکړې، اوس به یې د شتمنۍ کچه خورا لوړه وه.