په کابل کې څه باندې ٧٧ زره جريبه څړځايونه سروې شول.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزارت ویاند حشمت الله ناصري د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۶ ( مرغومي۱۷) ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د هېواد په کچه ټول څړځايونه د ملي پانګې په توګه د معقولې استفادې، د مالدارۍ د ودې، اقتصادي بسياينې، او خلکو ته د کار د زمينو د برابرولو په مقصد د دولتي او عامه ځمکو په بانک کې ثبت او سروې کوي.
ښاغلي ناصري وويل، چې په دې لړ کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څرځايونو د سروې، نښه کولو او ثبتولو د تطبيق په دوام تراوسه په کابل کې ٧٧٩٨١جريبه څړځايونه د کابل په مربوطاتو کې سروې اوثبت کړي دي.
د نوموړي په خبره د څړځايونو د سروې، نښه کولو او ثبتولو د کار له پيل څخه تراوسه د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې پنځه ميليونه پنځه شپېته زره اووه سوه يو جريب څرحايونه سروې او ثبت شوي دي.