Home » افغانستان » هېواد کې تازه ۱۰۲ کسان په کرونا وېروس اخته شوي
رویداد خبري آژانس

هېواد کې تازه ۱۰۲ کسان په کرونا وېروس اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۱۰۲ کسان په کرونا وېروس اخته شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۲۰۷ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته نهه تنه مړه شوي او ۱۴۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۲۵۳ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۲ زره او ۸۴۰ ته لوړ شوی دی.

روغتیا وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...