Home » سپورټ » نیوزلېنډ پاکستان ته په ټیست لوبه کې ستره ماتې ورکړه
رویداد خبري آژانس

نیوزلېنډ پاکستان ته په ټیست لوبه کې ستره ماتې ورکړه

د نیوزیلېنډ کرکت ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په ټیست سیالی کې چې د یوې پاڼۍ او ۱۷۶ منډو په ستر توپیر يې ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۹۷ منډې کړې وې، چې نیوزیلېنډ بیا په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۶۵۹ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ډیکلیر کړه.

پاکستان په دویمه پاڼۍ کې په ۱۸۶ منډو وسوځېده او د نیوزیلېنډ د یوې پاڼۍ منډې يې هم پوره نه کړای شوې، چې د یوې پاڼۍ او ۱۷۶ منډو په ستر توپیر يې ماتې وخوړه.

په دویمه پاڼۍ کې کیلي جیمیسون ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۶ لوبغاړي يې وسوځول او ټرینټ بولټ ۳ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کیلي جیمیسون ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه بیا کین ویلیمسن ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم نیوزیلېنډ په ستر توپیر پاکستان ته ماتې ورکړې وه او په دویمه لوبه کې يې هم ماتې ورکړه چې د دوه ټېسټ لوبو لړۍ يې وګټله.

نیوزيلېنډ پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ای سي سي ټېسټ درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

تر دې مخکې نیوزیلېنډ د ۳ نړیوالو شل اوریزو لوبوو لړۍ کې هم نیوزیلېنډ د ۲-۱ سره پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...