Home » اقتصادی » د ننګرهار په تورخم ګمرک کې ډیجیټل تله فعاله شوه

د ننګرهار په تورخم ګمرک کې ډیجیټل تله فعاله شوه

د ننګرهار ګمرک ریاست اړوند په تورخم ګمرک مدیریت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې  ډیجیټل تلې تر جوړیدو وروسته نن د چنګاښ په ۲۴مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او رسماٌ یې په فعالیت پیل وکړ.

په دې مراسمو کې د ننګرهار سرپرست والي،د مالیې وزیر،د ولایتي شورا غړو،د مالیې وزارت د ګمرکونو معین،ګمرک،مستوفیت،صنعت او سوداګرۍ رئیسانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند د مالیې وزیر څخه مننه وکړه چې د فساد د مخنیوي او عوایدو د لوړیدو په موخه یې ډیجیټل تله فعاله کړ،ښاغلي مومند، چې د کرونا وبا له امله په دې ولایت کې عواید زیانمن شوي او هیله یې وښوده چې د دې ولایت په ګمرک او تورخم ښارګوټې کې د سهولتونو په رامنځته کولو سره عواید لا لوړ شي .

  هغه زیاته کړه “: تورخم ښارګوټی د هېواد د اقتصاد شرقي دروازې په نوم یادیږي او وړاندیز یې وکړ چې د جمهور رئیس د ژمنې له مخې په تورخم ښارګوټې کې د شته ۵۴۰ جریبه ځمکې تخنیکي چارو په بشپړیدو سره دې دې ښارګوټې ته انکشاف ورکړل شي .

ښاغلي مومند په ډکې سیمه کې د ګمرک لپاره د تاسیساتو د جوړیدو،تورخم کې صاراتي او وارداتي جلا سړکونو جوړیدو،د اقتصادي،امنیتي او ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د سکینر فعالیدو،زوړ ګمرک سیمه کې د خصوصي سکتور په مرسته سوداګریزې چارې ترسره کولو،ګمرکې قوانین په ټول هېواد کې د یو ډول تطبیق کېدو او یو شمېر نورې غوښتنې وکړې .

بل لوري ته  د ننګرهار ګمرک رئیس نصر الله صاحبزاده وویل، تر دې وړاندې په تورخم ښارګوټې کې ډیجیتل کمرې فعاله کړې وې او نن د ډیجیټل ترازو په پرانیستو سره به عواید زیات او د فساد کچه تر ډیره ښکته شي .

 هغه زیاته کړه “: د کرونا ویروس له امله په تېرو درې میاشتو کې یواځې ۶ زره موټرې محصول شوي چې د تېرو درې میاشتو په پرتله یواځې شل سلنه پوره کوي،خو هیله یې وښوده که د کوزې پښتونخوا مسؤلینو سره یې د موټر چلوونکو د بدلیدو ستونزه حل شي،هره ورځ به تر نهه سوو پورې بار وړونکې موټرې تګ راتګ وکړي او له امله به دواړه لورې عواید لوړ شي .

د ګمرک رئیس وویل، په تدریجي ډول تورخم ښارګوټې ته محصولاتي خدمات لیږدوي او وړاندیز یې وکړ چې په چوره ګلۍ سیمه کې دې په زر جریبه ځمکه کې ورته د احاطې جوړولو زمینه برابره شي،ترڅو د ګمرک ځمکه له غصب څخه وژغورل شي.

د په دغو مراسمو کې ولایتي شورا غړي اسرالله مراد بیا وړاندیز وکړ چې د لومړیو تجربو او قانون بشپړ تطبیق ترڅنګ دې ولایت ته پاملرنه هم زیاته شي،کوزې پښتونخوا او پاکستان کې بند پاتې موټرو ته دې د همغږۍ له مخې د راتګ زمینه برابره شي او سوداګرو ستونزو ته دې حل لارې وموندل شي .

د سوداګرو په استازیتوب ډاکټر مخلص د عوایدو زیاتوالي، فساد د مخنیوي، سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو او یو شمېر نورو برخو کې د شته ستونزو د حل په برخه کې د مالیې وزیر ته خپل وړاندیزونه وکړل .

 د ماليې  سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، اتلس کلونو کې تورخم کې مثبت تغیرات ندي رامنځته شوې او ډاډ یې ورکړ چې د شاوخوا شل میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره به په تورخم کې نوی ښارګوتی جوړ کړي،چې ټول تاسیسات او سهولتونه به ولري .

هغه زیاته کړه، د یاد ښارګوټې د نقشې چارې بشپړې شوي او ژر به یې د کابینۍ ترمنظورۍ وروسته عملي چارې پیل کړي،همدا راز یې ژمنه وکړه چې په ټولو ولایتونو کې به د سکینر،ترازو او نورې ګمرکې چارې ترسره کړي،ترڅو عواید په شفاف ډول د حکومت خزاني ته ولاړ شي .

نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ چې د سوداګرو ستونزو د حل په موخه به په مرکز او نورو هېوادونو سره هم همغږي زیاته کړي ،ترڅو عواید تر پخوا هر وخت په شفاف ډول لوړ شي .

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...