Home » افغانستان » کندهار کې ۱۷ طالبان ووژل شول ــ امنیتي چارواکي

کندهار کې ۱۷ طالبان ووژل شول ــ امنیتي چارواکي

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (چهار شنبه د لیندۍ په ۲۶ مه ) یوه اعلامیه خپره کړه، په دې اعلامیه کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ۱۷ طالبان وژل شوي دي.

فواد امان زیاته کړه وژل شوي طالبان غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي چې د نښتې په پایله کې د دوي بریدونه شنډ او ناکامه شول.

اعلامیه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

فواد امان وویل په پنجوايي کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...