Home » افغانستان » پامپیو:د تاوتریخوالي په صورت کې مذاکرات پایله نه ورکوي
رویداد خبري آژانس

پامپیو:د تاوتریخوالي په صورت کې مذاکرات پایله نه ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د تاوتریخوالی په صورت کې مذاکرات پایله نه ورکوي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ويلي په بین الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کوي، خو په وینا یې روان تاوتريخوالي دومره زیات دی چې د منلو وړ نه ده.

مایک پامپیو ويلي، د افغان حکومت او طالبانو پلاویو ته یې ویلي، که د خبرو پر مهال تاوتریخوالی روان وي، مذاکرات به نتيجه ونه لري.

پامپیو پرون د ډیسمبر څلورمه ( لېنډۍ ۱۴) د بحرین پلازمېنه، منامه کې د ستراتيژيکو مطالعاتو نړيوال انسټيټیوټ په انټرنیټي غونډه کې ويلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه منلو ده او په وینا یې دوی باید د تاتریخوالي د کچې پر ټيټولو خبرې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...