Home » سیمه او نړی » ۳۰ کاله وروسته د سعودي او عراق ترمنځ پوله پرانیستل شوه

۳۰ کاله وروسته د سعودي او عراق ترمنځ پوله پرانیستل شوه

راپورونه وايي د عراق او سعودي عربستان چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ تړل شوې پوله ۳۰ کاله وروسته د تګ راتګ په موخه پرانیسته.

د عر عر پوله د عراق او سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارتونو جیګپوړو چارواکو پرانیسته.

ویل کېږي چې یاده پوله په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم پراخه شوې.

د راپورونو له مخې سعودي عربستان وروسته له هغې نه د عر عر پوله وتړله کله چې د عراق پخواني دیکتاتور صدام حسین په کویټ یرغل وکړ.

رسنۍ وايي د عراق اوسنی صدراعظم مصطفی الخادمي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره نږدې ملګرتیا لري.

د معلوماتو له مخې دواړه هېوادونه هڅه کوي څو یوه بله سرحدي لاره هم پرانیزي چې د الجمیما په نامه یادیږي، یاده لاره د عراق جنوبي برخه له سعودي عربستان سره نښلوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...