Home » افغانستان » بادغیس کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

بادغیس کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

د افغانستان امنیتي چارواکي نن چهار شنبه (۲۱ د لړم) خبر ورکړ چې دوي په بادغیس ولایت کې ۲۳ طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وویل چې د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ په (کته ګیر) او (آب بخش) سیمو کې وسلوالو طالبانو غوښتل چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، چارواکي زیاتوي د هوايي ځواک د بریدونو په پایله کې ۱۶ تنه وسلوال ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

امنیتي چارواکي دا هم وویل چې په برید کې حاجي قاري هم وژل شوی دی.

امنیتي ځواکونه وویل، په سیمه کې د وسلوالو ۸ موټرسایکلې له منځه تللي او ۲ کړۍ ماینونه هم کشف شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه ددې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...