د روسیي رسنۍ خبر ورکړی چې یو عسکر په نظامي اډه کې ډزې کړي چې په پایله کې درې عسکر يي وژلي او درې نور يي ټپیان کړي دي.
د روسیې چارواکي رسنیو ته ویلي چې پیښه په جنوب کې د وورونژ ښار سره نیږدې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي د درې ټپي شوو نظامیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
د روسیې په نظامي اډه کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې پیښه د یوې لفظي شخرې وروسته د عسکر او صاحب منصب تر منځ رامنځته شوه چې وروسته عسکر ټوپک ته لاس کړ او ډزې يې شروع کړلې.
امنیتي کسان ویلي چې کوښښ کوي څو برید کوونکي عسکر ونیسي.
د روسیې رسنیو د معلوماتو په اساس په روسیه کې عسکري جبري ده او اکثریت خلک کوښښ کوي چې په ځینو پلمو ځانونه د نظامي خدمت څخه بچ کړي.