د غزني ولایت سیمه اییز چارواکي وايي د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې پیښه کې ۷ تنه مړه شوي او ۶ ټپیان دي، چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د غزني والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته ویلي چې تیر ماښام وسلوالو د غزني مرکز شپږمې امنیتي حوزې سره درې د هاوان مرمۍ توغولي دي.
جمعه زاده وايي د هاوان مرمۍ په یوه ګڼه ګوڼه کې لګېدلې چې هلته ښځې او ماشومان شتون درلود، هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې دوه تنه ښځې او پنځه تنه ماشومان شامل دي او په ټپیانو کې څلور ماشومان او دوه نارینه دي.
تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.