Home » افغانستان » ولسمشرغني او د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د جینوا کنفرانس په اړه خبرې کړي

ولسمشرغني او د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د جینوا کنفرانس په اړه خبرې کړي

ولسمشر اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره کتلي دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي غني او مېرمن لاینز پرون جمعه په کابل کې لیدنه کړې ده.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د روان امنیتي وضعیت، سولې او دغه راز د ۲۰۲۰ م کال د جینوا کنفرانس په اړه خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسېدو، سولې او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

دیبرا لاینز دغه راز ویلي، چې سوله ټولو افغانانو او سیمې ته دا زمینه برابروي، چې ښه، پرمختللی او پر اقتصادي سیستم ولاړ ژوند ولري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...