Home » افغانستان » پکتیا کې پر یوه پوسته موټر بم برید شوی

پکتیا کې پر یوه پوسته موټر بم برید شوی

نن دوشنبه ۱۲ د لړم د پکتیا ولایت څخه رویداد نیوز ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې بيګا شپه د پکتيا روحاني بابا ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر پوسته وسلوالو د موټر بم د برید پلان درلود چې امنیتي ځواکونو پیژندلی دی او وړاندې يي نه دی پریښی.

په خبر پاڼه کې راغلي چې وسلوال او موټر بم يي د پولیسو له لوري په نښه او هدف ته تر رسېدو وړاندې او له پوستې څخه لېرې يې چاودنه کړې.

امنیتي سرچینې ویلي چې له چاودنې وروسته لنډه نښته رامينځته شوه، چې په دې نښته کې درې وسلوال ووژل شول او پينځه تنه نور يې ټپيان شول.

خبر پاڼه زیاتوي: په دې پېښه کې د پاڅونوالو دوه تنه شهيدان شوي او يو سطحي ټپي شوی دی.

ویل کیږي موټر بم چاودنه ډېره زوروره وه او شاوخوا يې د ملکي خلکو لسګونه کورونه ويجاړ کړي دي، چې ممکن ځاني زيان هم ولري، چې دقيق ارقام يې نشته.

وسلوالو تر دې دمه ددې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...