Home » اقتصادی » په هلمند کې د انګورو حاصلات ډېر شوې

په هلمند کې د انګورو حاصلات ډېر شوې

د انګورو د فصل په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست خبر ورکړئ، چې دغه ولایت کې به سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وی.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو له بڼونو څه باندې ۹۰ زره ټنه حاصلات تر لاسه شي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي چې دامهال په ۶۹۱۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه شته او هڅه کوي چې دا شمېره زیاته شي. زلمي الکو وویل، چې له دغو بڼونو څخه به سږکال ۹۰ زره او ۷۵۰ مټریک ټنه انګور تر لاسه شي.

د ښاغلي الکو  په خبره په هلمند کې ۱۸ ډوله انګور تولیدیږي او دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي، نو په بېلابېلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.

هلمند کې د انګورو ګڼ شمېر باغونه شته چې د تېرو کلونو سره په لوی توپیر یې د حاصلاتو په کیفیت او زیاتوالي کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.

د هلمند انګور د یو شمېر ولایتونو لکه زابل ، غزني ، میدان وردګ ، نیمروز او کابل تر څنګ بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هند ته هم  صادریږي او ښه بازار هم لري.

دا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستیو کې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عصري ممیزخونې هم جوړې شوي دي او د انګورو بڼوال کولای شي، چې په کې په ښه کیفیت سره خپل انګور په ممیزو بدل او بازار ته یې وړاندې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...