د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۸۲ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴۰ زره ۳۶۹ کسانو ته ورسېد.
ډېری نوې پېښې ۳۲ هرات، ۱۴ تخار، ۶ کابل او ۶ هم دايکندي کې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله دوه ناروغان مړه شوي دي چې په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۹۹ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۳۰ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۳ زره او ۷۹۰ تنو ته ورسېد.