فاریاب کې د بوټې ساتنې د ۲۵۰ ټني زېرمتون رغنیزې چارې بشپړ شوې
د فاریاب ولایت د بوټې ساتنې د ۲۵۰ ټني زېرمتون رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.
یاد زېرمتون د نباتي درملو د زېرمه کولو په پار د دوه میلیونه او ۹۸۲ زره افغانیو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا جوړه شوې ده.
ددې زېرمتون رغنیزې چارې تېرکال پیل شوې وه، چې اوس یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.