د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که چیري د بې اسنادو موټرو مالکان خپلو موټرو ته اسناد جوړ نه کړي، موټر یې نیول کیږي.
امرالله صالح نن یکشنبه د اکټوبر۱۸ (تلې۲۷) پر خپل فېس بوک پاڼه لیکلي چې بې اسناده موټر د مجرمینو په پيژندلو کې لوی خنډ دی.
نوموړي زیاته کړې چې یاد کسان باید مالیه تحویل او خپلو موټرو ته قانوني اسناد جوړ کړي.
هغه ویلي،که چیري دولت بې اسناده موټر ونیسي له قانوني اسنادو ورکولو وروسته به د وژل شوو کسانو وارثینو ته ورکړل شي.
د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي: “دویم احتمال دا دی چې که دولت بې اسناده موټرې ودروي، له یوې مودې وروسته ورته قانوني اسناد جوړولو وروسته به د وژل شوو کسانوو وارثینو ته ورکړل شي.”امرالله صالح تېره ورځ د کابل امنیتي مسؤولیت هم د لنډ مهال لپاره په غاړه اخیستې.