د خیبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا پېښو کې د یو افسر په ګډون لږ تر لږه اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
راپورونه وایي چې دا پېښې پرون چهارشنبې د اکټوبر ۱۴ په جنوبي وزیرستان کې د دوو چاودنو له امله رامنځته شوې دي.
راپورونه وایي، دواړه چاودنې د وزیرستان په شکتوري تحصیل سیمه کې شوې چې په پایله کې یې اووه پوځیان وژل شوي دي.
امنیتي سرچینو پېښې تایید کړې دي خو پاکستاني پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. تر اوسه د یادو دواړو چاودنو پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.