Home » افغانستان » ملګري ملتونه:د هلمند وروستۍ جګړې ۳۵ زره کسان بې کوره کړي
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونه:د هلمند وروستۍ جګړې ۳۵ زره کسان بې کوره کړي

ملګري ملتونه وایي،د هلمند وروستۍ جګړې ۳۵ زره کسان بې کوره کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر یوناما ویلي، چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ روانې درې ورځنۍ جګړې ۳۵ زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د هلمند مرکز او درېیو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم تر اوسه د یادې جګړې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی رسنیز شوی خو غیر دولتي سازمان ایمرجنسي ویلي چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۷۰ ټپیان ددغه سازمان اړوند ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او لږ تر لږه لس نور وژل شوي دي.

د یادونې ده چې د جګړې له پیل سره هم‌‌مهال په کابل کې د ډېریو هېوادونو سفیرانو د جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده خو له ټولو خبرداریو سره سره یې لږ تر لږه شدت هم کم شوی نه دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...