د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په پایله کې یې ۴ تنه حرفوي وسله وال غله نیولې دي.
دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، یادو کسانو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهبوري څلورلارې کې د درېیو اوسېدونکو قیمتي مالونه غلا کړي وو او غوښتل یې د پېښې له سیمې وتښتي، چې د پولیسو له لوري د “سیلو” په سیمه کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ چې له نیول شویو کسانو څخه یوه تفنګچه، یو چاقو، یو عراده موټر، یو اندازه غلا شوي توکي او نقدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:” یاد کسان په کابل ښار کې د حرفوي غلو له ډلې دي او د کابل مېشتو د قیمتي مالونو د لوټونې په ګڼو قضیو کې یې لاس درلود.”