کونړ کې د تروریستي شبکو سره د اړیکو، ماینونو، چاودېدونکو او نشه یي توکو د انتقال په تور ۸ کسان نیول شوي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، د ملي امنیت ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې د بېلابېلو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۹۲ حلقې مایونونه، ۱۴۷ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د ماینونو د چاودنې دوه دستګاوې، ۱۰۰۰ دانې ټابلیټ کا او له درې عرادې موټرو سره نیول شوي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید دیاد کسانو د نیول په تړاو وویل:” هر هغه څوک، چې زموږ خلک وژني او ټولنه د بدبختۍ پر لور بیایي د ترحم وړ نه دي.”
نوموړي د کشفي او امنیتي ځواکونو څخه د مننې ترڅنګ له خلکو هم وغوښتل، چې د ولسونو سوکالۍ او هوساینې لپاره د تروریستانو او قاچاقبرانو په ښکاره کولو او نیولو کې له کشفي او امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي.