Home » افغانستان » وسله والو غلو کابل کې یو ډاکټر په خپل درملتون کې وژلی
رویداد خبري آژانس

وسله والو غلو کابل کې یو ډاکټر په خپل درملتون کې وژلی

وسله‌والو غلو تېره شپه د کابل په دشت برچي سیمه کې یو ډاکټر په خپل درملتون کې وژلی.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، دغه پېښه پرون ماښام د ۸:۰۰ بجو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوې چې وسله‌والو غلو په دښت برچي سیمه کې په یوه درملتون برید کړی، د مظفرشاه او سید علي په نوم په دوو ډاکترانو یې ډزي کړې او پیسې یې ترې وړې دي.

نوموړی وایي، په دغو ډزو کې مظفرشاه وژل شوی او سید علي په ایمرجنسي شفاخانه کې تر درملنې لاندې دی.

د یادونې ده چې په کابل ښار کې د جنایي جرمونو زیاتوالي د دغه ښار د اوسېدونکو اندېښنې را پارولي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تېره ورځ د کابل پولیسو ته امر کړی چې وسله‌والو غله تر پېژندنې وروسته په ډزو وولي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...