Home » اقتصادی » طالبانو د کندهارـ لښګرګاه دوراهي کې د سب ستېشن دوه فني کارکوونکي او یوشمېر امنیتي ساتونکي له ځان سره بیولي
رویداد خبري آژانس

طالبانو د کندهارـ لښګرګاه دوراهي کې د سب ستېشن دوه فني کارکوونکي او یوشمېر امنیتي ساتونکي له ځان سره بیولي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي،د کندهار ـ لښکرګاه دوراهي «سب ستېشن» د طالبانو لاس ته لوېدلې دی.

یاد شرکت ویلي چې طالبانو د دغه «سب ستېشن» دوه فني کار کوونکي او ۱۵ امنیتي ساتونکي له ځان سره بیولي او تر هغه وروسته د سیمې خلکو د یاد سب ستیشن د تجهیزیاتو په وړلو پيل کړی دی.

یاد شرکت ویلي:”د سهار راهیسې د وسله والو لاس ته لویدلی او د برښنا دوه تنه فني کارکوونکي او ۱۵ تنه محافظین وسله والو د ځان سره بیولي اوس د سیمې د خلکو لخوا د نوموړي سب ستیشن تجهیزات او تأسیسات تخریب او وړل کېږي چې دا یو غټ زیان دی.”

برېښنا شرکت د دوراهي سب ستیشن د کندهار او لښکرګاه ښارونو د برېښنا لپاره یو مهم او اساسي ځای بللی دی.

دوی د دغه «سب ستېشن» تخریبول یو لوی زیان بللی او له ټولو اړخونو څخه یې د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت همدارنګه ویلي چې د کجکي ۱۱۰ کیلوولټ برښنا مزي تېره ورځ د لښکرګاه دوراهي او کندهار ترمنځ لاره کې د جګړې له امله پرې شوي چې له امله يې د کندهار پر ښار د کجکي برښنا پرې شوې.

د تیرو دوو ورځو راپدې خوا د هلمند مرکز لښکرګاه مرکز څنډو کې جګړو زور اخیستی دی.

د هلمند امنیتي مقاماتو تائید کړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ځينو امنیتي مرکزونو څخه افغان قواو تکتیکي شاتګ کړی.

دغه راز د لښکرګاه – کندهار لویه لار هم د تیري شپې راهیسې بنده شوې او هیڅ ډول تګ راتګ پرې ندی شوی.

طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...