د لغمان ولایت څخه په رالیږل شوي خبرپانه کې راغلي چې د لغمان ملي امنیت ځواکونو له لوري عملیات تر سره شوي چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له یوه پټن ځای څخه د ار پي جي راکېټ انداز ۴۰ مرمۍ ترلاسه شوي.
د خبرپاڼې په حواله ددې ولایت د ملي امنیت ریاست د ښاري مدیریت له لوري وړمه شپه د مرکز مهترلام اړوند تندۍ سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره شوي چې پرمهال یې ۴۰ د ار پي جي مرمۍ نیول شوي.
په دې خبرپاڼه کې د لغمان ملي امنیت ریاست دا هم ویلي چې د راکېټ انداز دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو د ډلې مشهور قومندان قاري جنت ګل د غړو له لوري په یوه کور کې ځای پرځای شوي وې چې غوښتل یې په مهترلام ښار یې وتوغوي.