Home » افغانستان » نادرنادري: دافغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو د تماس ډلې به نن ماښام هم ناسته ولري
رویداد خبري آژانس

نادرنادري: دافغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو د تماس ډلې به نن ماښام هم ناسته ولري

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو د تماس ډلې به نن هم ناسته ولري.

د افغان مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري نن د سپتمبر ۲۸ (تلې ۷) غرمه مهال په یوه خبري ناسته کې د خبرو پر مهال وویل چې د اختلافي مواردو پر سر بحثونه دوام کوي او تمه ده چې ژر تر ژره دغه مسایل نهایي شي او پر اساسي موضوعاتو خبرې پيل شي.

هغه ویلي چې پرون هم دواړو لورو بحثونه لرل او نن به هم دغه لړۍ ادامه ولري.

نادري همدا راز زیاته کړه چې افغان مذاکراتي پلاوی به له دې وروسته هره ورځ تر مذاکراتي غونډې وروسته خبري کنفرانس لري او د ټولو پرمختګونو په اړه به خبریالانو ته معلومات ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...