Home » افغانستان » د ازموینې ملي ادارې نن د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې
رویداد خبري آژانس

د ازموینې ملي ادارې نن د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې

د ازموينو ملي ادارې نن په رسمي ډول د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړې.

د پايلو د اعلان پر مهال د لوړو زده‌کړو وزير عباس بصير وويل، اړتيا ده چې د لوړو زده‌کړو برخه کې پراخه پانګونه وشي.

د نوموړي په خبره، د کميت او کيفيت دواړو له پلوه تر دې مهاله په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو برخه کې ستونزې شته.

بصير وويل، تر دې مهاله د لوړو زده‌کړو وزارت يوازې د لوړو زده‌کړو د غوښتونکو له ډلې لس سلنه جذبولای شي چې دا ډېره کمه کچه ده.

سږ کال د کانکور ازموينې عمومي اولډنومره شمسيه د محمد نسيم لور ده، چې ۳۵۳ عشاريه ۱۸۵

نمرې يې وړې او کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...