Home » افغانستان » افغان ولسمشر: د طالبانو تاوتریخوالي هېڅ مشروعیت نه لري
رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر: د طالبانو تاوتریخوالي هېڅ مشروعیت نه لري

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې په اړه هر ډول پرمختګ د طالبانو په اعمالو پورې تړلی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشر غني پرون سه شنبې سپټمبر۲۲ (تلې۱) د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیوجان سره په لیدنه کې وویلي چې د طالبانو تاوتریخوالي هېڅ «مشروعیت» نه لري.

ولسمشر غني وویل:” مهمه ده چې د سیمې او نړۍ هیوادونه د اوربند مفهوم درک کړي او طالبان وهڅوي چې د اوربند په اړه د افغانستان د خلکو او بین المللي ټولنې غوښتنه ومني.”

نوموړي د افغان سولې برخه کې سیمه ییزه اجماع مهمه بللې او په دې برخه کې له چینايي استازي څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

چین په سیمه کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

رویداد خبري آژانس

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره بیا هم په افغانستان کې جګړې زیاتې شوې.

تر دا مهاله د دواړو لورو مذاکراتي ټېمونو د تماس ډلې څو ځله خپلو کې سره د سولې مذکراتو د کاري طرزالعمل په اړه بحثونه کړي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تیره ورځ ویلي چې د سولې خبرو تر پيلېدو وروسته تاوتریخوالی زیات شوی چې په وینا یې د اندېښنې وړ دی.

هغه پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی و، تر څو د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره یوناما، اروپايي ټولنې، بشري حقونو او د کاناډا سفارت تیره ورځ د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګار وکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...