Home » اقتصادی » په کونړ کې له ۵۰۰ کورنیو سره د الکوزي شرکت مرسته وکړه
رویداد خبري آژانس

په کونړ کې له ۵۰۰ کورنیو سره د الکوزي شرکت مرسته وکړه

د کونړ والي په هڅو د ملکي او نظامي شهیدانو، معلولینو او بې سرپرستو ۵۰۰ کورنیو سره د الکوزي نړیوال شرکت له لوري د ۱۱ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دیني مدرسو سره د تفاسیرو او نقدي مرستو ترڅنګ د الکوزي شرکت له لوري د ملکي او نظامي شهیدانو، معلولینو او بې سرپرسته ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

رویداد خبري آژانس

دغه مرسته نن شنبه د سپتمبر ۱۹ (وږي ۲۹) د یولړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي، ولایتي شورا، شهیدانو او معلولینو ادارې استازو له خوا اړوند کورنیو ته په واک کې ورکړل شوې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي هڅه یې داده، چې بې وزلو، شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د نفقې پیداکولو لپاره دایمي فرصتونه برابر  کړي.

نوموړي وویل دغه لړۍ به جاري وساتي او دې ولایت ته به د حکومت او مرستندویو بنسټونو لازیاته پاملرنه راجلب کړي.

رویداد خبري آژانس

د ولایتي شورا غړي ملک شیرزمین مستحقوته د بشري مرستو راجلبولو په برخه کې د کونړ والي د هڅو ستاینو ترڅنګ له الکوزي شرکت مننه وکړه، چې د دې ولایت بې وزلو او اړمنو خلکو ته یې د مرستو لاس اوږد کړ

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...