د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، نن هم د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو له منځه جوړه شوې د تماس ډله د خبرو لپاره د طرزالعمل پر جوړولو خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.
د دغه وزارت ويانده ناجيه انوري وايي، تر یوې ورځې دمې وروسته نن د تماس لس کسيزه ډله يو ځل بیا پر طرزالعمل خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.
که څه هم افغانان سخت هيلهمن دي، چې ژر تر ژره د سولې خبرو کې پرمختګ وشي او افغانان يو اوربند او سولې ته ورسېږي، خو تر يوې اوونۍ تېرېدو وروسته هم د تماس ډله نه ده توانېدلې چې طرزالعمل بشپړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د نښتو او پر افغان ځواکونو د طالبانو د بريدونو خبرونه خپاره شول.
له بل لوري نن ولسمشر غني د پکتيا د ولايتي شورا د مرستيال د وژل کېدو په تړاو اعلاميه کې يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ چې د مطلوبې پايلې د ترلاسه کېدو لپاره دې سراسري او دايمې اوربند ومني، خو طالبان وايي، تر هغې چې په افغانستان کې د جګړې عوامل له منځه نه وي تللي جګړه به دوام کوي.