Home » افغانستان » د امریکا د استازو جرګې ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته لیک لېږلی
رویداد خبري آژانس

د امریکا د استازو جرګې ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته لیک لېږلی

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته په یو لیک کې د افغان ښځو پر امنیت اندېښنه ښودلې ده.

په دې لیک کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې مشرعبدالله عبدالله ته ویل شوي چې له افغان مخکښو ښځو، میندو، نجونو او خویندو سره تاوتریخوالی دوام لري او باید مخه یې ونیول شي.

په لیک کې دغه راز ویل شوي، د سولې په خبرو کې د افغان حکومت په مذاکراتي پلاوي کې د ښځو شتون یو مثبت ګام دی خو باید دا هم ومنل شي چې ښځې د افغانستان په راتلونکي کې یو مهم رول لوبولی شي.

د امریکا د استازو جرګه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته په داسې حال کې دغه لیک لېږي چې په کابل کې د امریکا سفارت هم تېره ورځ خبرداری ورکړي و، چې ترهګرې ډلې هڅه کوي په دولتي کارمندانو، ښوونکو بشري حقونو فعالانو او په ځانګړې توګه ښځو باندې بریدونه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...