Home » افغانستان » روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۱۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۱۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۶۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۱۷ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۷۲ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې له کرونا وبا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو پر یاد ویروس اخته دوه کسان بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا ناروغۍ یو زر او ۴۳۶ کسان مړه شوي او ۳۲ زره او ۵۰۵ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...