د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وایي د سولې له خبرو سره هممهاله د خونړیو جګړو دوام د منلو وړ نه دی.
نوموړي نن پنجشنبې د سپتمبر۱۷( وږي۲۷) په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل دی هیله لري چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام دا ښيي چې دغه ډله د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري.
د خالد په وینا دا به ښه وي چې خبرې پایلې ته ورسېږي خو که طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي نو بریالي به نه شي.
خالد زیاته کړه دوی د ارزښتونو لپاره جګړه کوي او افغان پوځ ددې وړتیا لري چې د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.
اسدالله خالد وایي هېڅوک د پاکستان یا بل هېواد په فرمایش د افغان پوځ د ماتولو کوښښ نه شي کولی او دا خیالونه د عملي کېدو وړ نه دي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په ټوله مانا د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ او دفاع کوي خو که خطرونه رامنځ ته کېږي پر وړاندې یې د درېدو وړتیا لري.