Home » زموږ په اړه » رویداد؛ شپږ کاله روایت، له ترخو واقعیتونو تر هیله‌بښونکو کیسو
د رویداد راپور

رویداد؛ شپږ کاله روایت، له ترخو واقعیتونو تر هیله‌بښونکو کیسو

هره پېښه خپل زړه کې یوه کیسه لري؛ د انسانانو، سختو ورځو، کوچنیو هیلو او لویو ارمانونو کیسې چې کله کله د خبرونو په شور او زوږ کې ورکېږي. د همدې کیسو روایت دی چې رسنیو ته معنا وربښي او هغه ته د خلکو له ژوند سره اړیکه ورکوي.
رویداد اژانس د خپل رسنیز فعالیت د اووم کال په پیل سره د افغانستان د حقیقتونو د روایت په مسیر کې یو بل کال هم تېروي؛ داسې کال چې په هغې کې د دغې رسنۍ په راپورونو کې له سیاسي او امنیتي بدلونونو نیولې د کډوالو تر کړاوونو، ټولنیزو ننګونو او د ځوانانو ارمانونو پورې د خلکو د ژوند بېلابېلې برخې منعکس شوي دي.
په دې مسیر کې رویداد هڅه کړې چې یوازې د خبرونو په انعکاس بسنه ونه کړي؛ بلکې هغو کیسو ته هم مخه کړي چې د هرې پېښې تر شا پټې پاتي دي؛ داسې کیسې چې اورېدل یې د ټولنې او په هغې کې د اوسېدونکو خلکو په اړه زموږ درک لا ژورولای شي.
له لویو بدلونونو څخه د خلکو د کړاوونو تر روایت پورې
په تېر یوه کال کې د «رویداد راپور» خپرونې د خپل فعالیت اړینه برخه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د نظامي بریدونو څېړنې او شننې ته ځانګړې کړې ده. دې خپرونې د دغو بریدونو د سیاسي، امنیتي او بشري اړخونو د څېړلو له لارې هڅه کړې چې د خلکو پر ژوند، په ځانګړې توګه د زیانمن شویو ملکي وګړو پر ژوند د دغو بریدونو اغېزې راوڅپړي او د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا اړوند بدلونونه وڅېړي.
د دې موضوع تر څنګ رویداد خبري اژانس د افغانستان او سیمې د اړینو بدلونونو په اړه د تحلیلي راپورونو د خپرولو له لارې هڅه کړې چې له ورځنیو خبرونو ورهاخوا لاړ شي او خپلو مخاطبانو ته د پېښو او د هغو د پایلو د ښه درک زمینه برابره کړي.
کله چې کډوالي د ژوند کیسه شي
د هغو موضوعاتو تر منځ چې په تېر یوه کال کې د رویداد په راپورونو کې انعکاس شوي، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو بېرته راستنېدل ځانګړی ځای لري.
د کډوالو په کمپونو او سرحدي سیمو کې حضور دا فرصت برابر کړی چې د بېرته راستنېدو ستونزې، د کورنیو اندېښنې او د ژوند د بیا پیلولو ننګونې له نږدې انځور او روایت شي.
د هرې راستنېدونکې کورنۍ تر شا د بېلتون، اندېښنو او د یوه نوي راتلونکي د جوړولو د هڅو کیسه پرته ده. رویداد د دغو کیسو د روایت له لارې هڅه کړې، د هغو خلکو غږ شي چې لا هم له ګڼو ستونزو سربېره د ښه ژوند لرلو هیله لري.
د بادغیس له خاورینې ځمکې څخه د ملي لوبډلې د غړي کېدو تر هیلې
خو د افغانستان ټولې کیسې د کړاوونو او ستونزو روایتونه نه دي؛ کله ناکله د دې خاورې په یوې لېرې پرتې سیمې کې یوه وړه هیله د رامنځته کېدو په حال کې وي؛ داسې هیله چې که ولیدل شي او ملاتړ یې وشي، په یوه لوی راتلونکي بدلېدای شي.
د بادغیس ۱۲ کلن تنکی ځوان محمد عثمان د همدې کیسو له ډلې څخه یو دی. هغه پر خاورینو ځمکو فوټبال کوي؛ داسې ځایونه چې ورزشي امکانات پکې محدود دي خو ارمانونه یې تر هغو ډګرونو چې تمرین پکې کوي، ډېر لوی دي.
عثمان له فوټبال سره مینه لري، نیمار خپله الګو ګڼي او هیله لري چې یوه ورځ خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړي او د افغانستان د ملي فوټبال لوبډلې کالي پر تن کړي.
رویداد د عثمان د کیسې خپرولو له لارې یوازې د یوه فوټبال مینه‌وال ماشوم کیسه نه ده بیان کړې؛ بلکې هغو استعدادونو ته یې هم پام رااړولی چې ښايي د بېوزلۍ او د امکاناتو نشتون له امله د ودې او غوړېدو فرصت له لاسه ورکړي.
ښايي عثمان نن پر یوه خاورینه ځمکه لوبه وکړي خو ارمانونه یې تر همدې ډګره محدود نه دي. د هغه کیسه دا یادونه کوي چې کله ناکله یو فرصت، پر وخت ملاتړ او د یوه ماشوم پر وړتیاوو باور د هغه د ژوند لوری بدلولی شي.
شپږ کاله روایت؛ هغه لار چې لا هم دوام لري
اوس چې رویداد خبري اژانس د خپل رسنیز فعالیت اووم کال ته داخلېږي، هغه څه چې په دې مسیر کې اهمیت لري، د واقعیتونو لا کره روایت، د مهمو پېښو د څېړنې او د هغو خلکو د ژوند انعکاس لپاره د هڅو دوام دی چې هر یو یې د افغانستان د کیسو یوه برخه له ځان سره لري.
له لویو سیاسي او امنیتي تحولاتو نیولې د کډوالو کورنیو تر کیسو او بادغیس کې د یوه ماشوم تر ارمانونو پورې، دا ټول روایتونه د افغانستان د یوه پراخ انځور برخې دي؛ هغه خاوره چې له ګڼو ستونزو سربېره لا هم له استعدادونو، هڅو او هیلو ډکه ده.
رسنۍ هغه مهال د خلکو ژوند ته نږدې کېږي چې د پېښو په اړه یوازې خبرې ونه کړي؛ بلکې د هغو تر شا انسانان هم وویني؛ د هغو کسانو غږ واوري چې لږ اورېدل کېږي او داسې کیسې روایت کړي چې که انعکاس ونه مومي، ښايي د خبرونو په ګڼې ګوڼې کې هېرې شي.

رویداد خبري اژانس د خپل فعالیت په اووم کال کې هم دغې لارې ته دوام ورکوي؛ له خبر څخه تر تحلیل، د خلکو له ستونزو څخه د سبا تر هیلو او له تریخو واقعیتونو څخه تر هغو کیسو پورې چې د راتلونکي لپاره د رڼا سرچینه کېدای شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*