Home » افغانستان » د رويداد اوومه کليزه؛ « نوی نسل؛ راتلونکې هيلې» خپرونې ته يوه کتنه
نوی نسل؛ راتلونکې هيلې

د رويداد اوومه کليزه؛ « نوی نسل؛ راتلونکې هيلې» خپرونې ته يوه کتنه

کله ناکله د یوې کوچنۍ کارخونې، نوي پیل شوي کاروبار، هنري اثر او یا ان د یوې ساده وړتیا تر شا د کلونو هڅو او هیلو کیسه پرته وي؛ د یوه ځوان کیسه چې له لږو امکاناتو یې خپل کار پیل کړی، له ګڼو ستونزو او ننګونو تېر شوی او لا هم خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ډېر ځوانان داسې کیسې لري. یو د یوه نوي مهارت د زده‌کړې په هڅه کې دی، بل خپل کاروبار له صفره پیل کړی او بل ځوان په علمي، کلتوري، هنري او یا ټولنیزو برخو کې خپل استعداد روزي او وده ورکوي.
هر ځوان خپله بېله لاره او ځانګړې موخه لري، خو ټول په یوې ګډې موخې پسې روان دي، څو د خپل ځان او ټولنې لپاره یو ښه او روښانه راتلونکی جوړ کړي.
خو له دې ټولو هڅو سره سره، د ډېرو ځوانانو هڅې لږې لیدل شوې او د هغوی کیسې د نورو تر غوږونو لږې رسېدلې دي.
همدا ناویلې کیسې هغه انګېزه وه چې د رویداد خبري اژانس یې دې ته وهڅاوه، څو د «نوی نسل؛ راتلونکي هیلې» تر سرلیک لاندې پروګرام پیل کړي. په دې پروګرام کې د رویداد خبري اژانس د ځوانانو پر لور ورځي، څو نه یوازې د هغوی څېرې، بلکې د ژوند سفرونه، تجربې، وړتیاوې او لاسته راوړنې هم د کیسې په بڼه له خلکو سره شریکې کړي.
د دې پروګرام له پیل راهیسې، رویداد بېلابېلو ځایونو ته سفرونه کړي دي؛ هغو کارځایونو ته چې د ځوانانو د نوښتونو پایله ده، هغو سوداګریزو فعالیتونو ته چې له لږو امکاناتو څخه پیل شوي او هغو چاپېریالونو ته چې ځوانو استعدادونو پکې د ودې او غوړېدو فرصت موندلی دی.
په دې لړ کې، لسګونه مستندونه او کیسې چمتو او خپرې شوې دي؛ د هغو ځوانانو کیسې چې هر یوه يې له بېلابېلو شرایطو څخه خپل سفر پیل کړی، له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ شوي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یې اوږد او له هڅو ډک مزل کړی.
خو دا روايتونه یوازې د فعالیتونو او لاسته راوړنو تر پېژندنې پورې محدودې نه دي پاتې شوې. د هرې کیسې تر څنګ، یوه تجربه هم له مخاطبانو سره شریکه شوې ده؛ داسې تجربه چې ښايي بل ځوان ته د یوه نوي کار د پیلولو، د یوه مهارت د زده‌کړې او یا هم د هغې هیلې د تعقیبولو انګېزه ورکړي، چې له ډېرې مودې راهیسې یې په ذهن کې لري.
د هغو ځوانانو لپاره چې په دې پروګرام کې یې ګډون کړی، دا فرصت هم برابر شوی دی، څو د دوی د هڅو کیسې د کار او ژوند له چاپېریال څخه ورهاخوا واورېدل شي او لا ډېر خلک د دوی له فعالیتونو او وړتیاوو سره بلد شي.
«نوی نسل؛ راتلونکي هیلې» خپرونه له همدې باور څخه سرچینه اخلي؛ دا چې راتلونکی یوازې په هیلو او ارمانونو نه جوړېږي. هر هغه مهارت چې نن زده کېږي، هره هغه تجربه چې ترلاسه کېږي او هر هغه ګام چې د پرمختګ لپاره پورته کېږي، کولای شي د یوه روښانه او غوره سبا د جوړېدو یوه برخه وي.
د رویداد خبري اژانس د تاسيس اووم کال سره دا روایت لا هم دوام لري؛ داسې بهیر چې لا هم د اورېدو لپاره ډېرې کیسې او د پېژندنې لپاره ګڼ استعدادونه لري.
د رویداد د فعالیتونو شپږ کاله تېر شوي دي؛ داسې کلونه چې په ترڅ کې یې د هېواد د خبرونو او پېښو د انعکاس ترڅنګ، د هغو غږونو د اورېدو هڅه هم د دې رسنۍ د کار یوه مهمه برخه وه چې لږ اورېدل شوي، او د هیله‌بښونکو کیسو د روایت لپاره یې هم هڅې کړې

ځکه کله ناکله یوه کیسه د یوه کس له ژوند څخه ورهاخوا ځي؛ د نورو لپاره په یوې تجربې بدلېږي، د یوه نوي سفر د پیلولو انګېزه پیدا کوي او د دې يادونه کوي چې د ټولو ستونزو او ننګونو ترڅنګ، لا هم د زده‌کړې، نوښت، جوړونې او پرمختګ لپاره فرصتونه شته.
«نوی نسل؛ د راتلونکي هیلې» هغه خپرونه ده چې د هغو ځوانانو کیسې روایتوي، چې نن د خپل ځان او نورو د روښانه سبا د جوړولو لپاره هڅې کوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

موسمي ناروغیو په اړه د کابل ښاریانو د اندېښنو زیاتوالی

د کابل ښار یو شمېر ...