Home » افغانستان » کابل کې د وسله‌والې نښتې پر مهال شپږ غله وژل شوي
خالد ځدراڼ

کابل کې د وسله‌والې نښتې پر مهال شپږ غله وژل شوي

د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو او شپږو وسله‌والو غلو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې ټول شپږ غله وژل شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، دغه پېښه د شپې شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا: «شپږ وسله‌وال غله چې په یوه موټر کې سپاره وو د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو. امنیتي ځواکونو څو ځله هغوی ته د درېدو امر کړی و، خو یادو کسانو د امنیتي ځواکونو امر ته پام نه دی کړی، خپل حرکت او متقابلو ډزو ته یې دوام ورکړی دی».

فوزيه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

موسمي ناروغیو په اړه د کابل ښاریانو د اندېښنو زیاتوالی

د کابل ښار یو شمېر ...