Home » افغانستان » کاناډا؛ په افغانستان کې د خپلو وګړو د قونسلي خدمتونو لپاره له قطر سره هوکړه وکړه
افغانستان او کاناډا

کاناډا؛ په افغانستان کې د خپلو وګړو د قونسلي خدمتونو لپاره له قطر سره هوکړه وکړه

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، انیتا اناند، اعلان کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د کاناډايي وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د برابرولو په موخه له قطر سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

نوموړې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې کاناډا له قطر سره د پانګونې یو مهم تړون هم لاسلیک کړی، چې له مخې به یې کاناډايي شرکتونه د قطر بازار ته پراخ لاسرسی ومومي.

اناند د خلیج په سیمه کې د قطر د منځګړیتوب د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره د همکاریو پراختیا ته ژمن دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه قونسلي هوکړه به له کاناډايي وګړو سره د تړلو پېچلو قضیو په حل کې د قطر همکاري پیاوړې کړي. قطر به په دې برخه کې د کاناډا په استازیتوب د قونسلي همکاریو رول ولوبوي.

دا هوکړه په داسې حال کې لاسلیک شوې، چې کاناډا په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د خپل سفارت فعالیتونه ځنډولي وو.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خلیل‌زاد؛ د بغداد او اربیل ترمنځ د کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده

د افغانستان لپاره د امریکا ...