Home » افغانستان » نظري: جاپان دې د افغانستان او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو د پل رول ولوبوي
عبداللطیف نظري

نظري: جاپان دې د افغانستان او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو د پل رول ولوبوي

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري، له جاپاني رسنۍ «بست ټایمز» سره په مرکه کې ویلي، چې جاپان کولای شي د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پل په توګه، د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو او د اختلافونو په حل کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي د ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو پر ټینګولو د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې افغانستان نه غواړي یو ځل بیا د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل شي او هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې پوځي اډه جوړه کړي او یا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

هغه همداراز زیاته کړې، چې افغانستان به د پانګونې په برخه کې پر کوم ځانګړي هېواد تکیه ونه کړي او د ختیځو او لوېدیځو هېوادونو د پانګونې هرکلی کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین همداراز له جاپاني شرکتونو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او هغوی ته یې د خپل ژوند او پانګې د امنیت د تضمین ډاډ ورکړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خلیل‌زاد؛ د بغداد او اربیل ترمنځ د کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده

د افغانستان لپاره د امریکا ...