تېره شپه وسله والو طالبانو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په ګمران سیمه کې د دې ولایت د برکي برک ولسوال احمدویس عبدالرحیمزي پر کور وسله وال برید کړی دی.
د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ویلي چې په یاده پېښه کې ولسوال ته کوم زیان نه دی اوښتی،خو دریو کسانو په کې مرګ ژوبله اوښتې ده،
د لونګ په وینا، په برید کې د ولسوال ورور حشمت الله عبدالرحیمزی او یو ساتونکی یې ابراهیم وژل شوي او یو ورور یې ټپي دی.
د لوګر د والي ویاند په پېښه کې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سولې بین الافغاني مذاکراتو د پیل سربېره د لوګر خلک په دې ولایت کې د ناامنیو په زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.
دوې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د دې ولایت د مرکز پل علم اړوند متاڼیو پله سیمه کې له دیارلسو ولسي پاڅونوالو سرونه غوڅ کړي وو.